کابل ټکی کام( سه شنبه، ۴چنګاش، ۱۳۹۸)
د ولسي جرګې د ریاست پر سر له یو میاشتني جنجال وروسته نن درې تنو نویو نوماندانو ته د رایې اچونې بهیر پیل شوی دی.
د ریاست د څوکۍ د ګټلو لپاره نوي نوماندان میر افغان ساپی، جاوید جیحون او واقف حکیمي دي او درې واړو د رایې اچونې نه مخکې وکیلانو ته ویناوې وکړې.
د رایو پایلې به ممکن د یو ساعت په اوږدو کې اعلان شي، که کوم کاندید پنځوس یوه جمه رایه خپله کړي، هغه به د ریاست په څوکۍ کینول کیږي.
دا ټول وروسته له هغه کیږي چې د یوې میاشتې راپدیخوا د ریاست د څوکۍ په سر د ولسي جرګې په تالار کې هره ورځ لفظي او فزیکي شخړې کیدې.
تیره ورځ فیصله وشوه چې یوه جنجالي رایه به باطله اعلانیږي او سبا ته به نویو نوماندانو ته رایه اچول کیږي.


















