(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۴)
د اجرائیه رياست دوهم مرستيال محمد محقق وايي، اشرف غني د سولې لپاره د انسان وژنې طرحه چمتو کړه ده.
نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې په یوه مرکه کې وکړې چې د ولسمشر د وياند مرستيال مرتضوي افغان سياسيون وربللي و څو د سولې په اړه د اشرف غني طرحه مطالعه کړي.
محمد محقق ويلي، د اشرف غني نوې طرحه د تيرې پنځه کلنې دورې په څير د انسان وژنې طرحه ده او غواړي پنځه کاله نور هم ۶۰۰ زره انسانان وژني.
هغه وايي، د افغان سياسيونو طرحه د کتلو ده زياتوي زمونږ طرحه دا ده چې بين الأفغاني مذاکرات به کيږي، اوربند به اعلانيږي یوه مؤقته اداره به رامنځته کيږي او له هغې وروسته به د طالبانو په شمول انتخابات ترسره کېږي.


















