(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۴)
د ويښتانو روغتيايي متخصصين وايي، که ستاسې ويښتان ژر ژر توييږي نو داسې پنځه ميوې به دروښيم چې په خوړلو سره يې ستاسې د ويښتو توييدل ودريږي، خوشکي به ختمه او ويښته به مو کلک شي.
د ويښتانو نړيوال متخصص ډاکټر بشر بزرا وايي، که څه هم په ښځينه او نارينه و کې د ويښتانو توييدل ميراثي یا جنياتي وي خو که تاسې په روزمره خوراک کې پنځه ميوې پپته، انناس، مڼه، کیوی او شفتالو استعمال کړۍ نو دغه ستونزه به مو ختمه شوې وي.
د نوموړي ډاکټر په وينا، مڼه د سر خشکي ختمه وي او شفتالو ويښتان مضبوطوي په خبره يې پپیته، کیوی او انناسو خوړل هم د ويښتانو لپاره ګټور دي او د ويښتانو بيخونه رسره کلکېږي.
پپيته چې په ميوو کې ځانګړی خوند لري د ډاکټر په وينا دغه ميوه د وټامن سي خزانه بلل کيږي او په یوه پپیته کې ۲۳۵ ګرامه وټامن سي موجود وي.
دغه راز انناس چې پکې ويټامن بي ۶، مینګانيز او وټامن سي هم لري زياتوي دغه ټول وټامنونه د ډیر عمر لرونکو خلکو د ويښتانو لپاره هم ګټور ثابتيدلای شي.
ډاکټر بشر وايي، د ويښتانو روغ ساتل د سر کوپړۍ له غوړوالي سره تړاو لري ځکه خو خلک له سلګونو کلونو راهيسې په سر تيل لګوي په خبره يې که دغه غوړوالی کم شي نو ويښتان ورسره زيانمن کيږي زياتوي په شفتالو، مڼه او کیوي میووکې وټامن ای، وټامن سي، وټامن بي، فاسفورس او میګنیشيم شته چې د ويښتانو په کلکوالي، د خشکې په ختمول او کوپړۍ په غوړوالي کې مرسته کوي.


















