کابل ټکی کام( سه شنبه، ۴چنګاش، ۱۳۹۸)
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند حنیف اتمر ویلي چې د ولسمشر غني موجودیت د ټاکنو په وړاندې غټ خنډ او ګواښ دی.
د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو لخوا په کابل کې یوه اعتراضیه غونډه وه چې ټولو له ولسمشر غني نه د واک د پریښودو غوښتنه کوله.
حنیف اتمر وویل چې د اوسني حکومت په موجودیت کې شفافې ټاکنې کیدای نشي او که وشي نو هر څه به له ګډوډۍ سره مخ شي.
نوماندان وایي چې د تیرې جوزا له لومړۍ نیټې نه وروسته د ملي یوووالي حکومت نامشروع دی او باید سمدلاسه واک یو مؤقت حکومت ته وسپارل شي.
نوماندان په داسې وخت کې دا خبرې کوي چې د ټاکنو کمیسیون ځینو غړو ویلي وو چې د ارګ لخوا د دوی په کارونو کې مداخله کیږي.
نوماندانو همدا راز ویلي چې څوک په ټاکنو کې د لاس وهنې حق نه لري کنه په خبره یې چې په ټاکنو کې لاس وهنه به په هیواد کې د یو لوی ناورین سبب وګرځي.

















