کابل ټکی کام( سه شنبه، ۴چنګاش، ۱۳۹۸)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په مذهبي مشر آیت الله خامنه اي او د هغه په دفتر د بندیزونو فرمان لاسلیک کړی دی.
ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې د دې فرمان له لاسلیک وروسته به د خامنه یي مالي منابعو ته لاس رسی قطع شي.
ده همدا راز له ایران سره روان تاوتریخوالي ته هم اشاره وکړه او ویې ویل:”غواړو مذاکره وکړو، که هغوی وغواړي. که ونه غواړي هم ستونزه نشته، خو مونږ خوښیږو چې دا کار وشي او صادقانه ووایم، ښایي ډیر ژر دغه کار وشي”
ده همدا راز ویلي چې هېڅکله به ایران رانه اتومې وسله ونه ګوري او نه به هم اجازه ورکړي چې ایران د اټومې وسلې خاوند شي.
خپله خامنه یي او نورو ایراني مشرانو تر اوسه د ډونالډ ټرمپ نویو اقداماتو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.


















