کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۴ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
نړیوالو رسنیو راپورنه ورکړي چې سبا _ بل سبا دناټو غړي هېوادونه دافغانستان په سوله او امنیت خبرې کوي.
ټاکل شوې چې د روانې اونۍ په چهارشنبه او پنجشنبه د ناټو د ۴۱غړي او شریک هېوادونه په بروکسل کې غونډه کوي.
په دې غونډه کې به د ناټو سازمان د اړوندو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کېږي.
هڅه کېږي چې د ناټو غړي او شریک هېوادونه په دغه غونډه کې له سوله ییزې لارې د افغانستان د جګړې او ستونزې پر حل خبرې وکړي او یوه کارنده حل لاره ورته پيدا کړي.
ددې تر څنګ به د ناټو سازمان پر مالي مسایلو هم په دې غونډه کې خبرې کېږي.
د ناټو د عمومي منشي مرستیال ویاند پیرز کزالي وايي، په دې غونډه کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، د ناټو لوړ پوړی ملکي استازی نیکلاس کي، د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خان او د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک استازي برخه اخلي.
ناټو دامریکا په مشرۍ اتلس کاله په افغانستان کې جګړه وکړه، له اتلس کلن جګړییز ماموریت وروسته دناتو ټول غړي هېوادونه اوس په دې هېواد کې دیو سوله ییز حالت په هڅه کې دي، ځکه یې طالبانو سره مذاکرات پیل کړي ترڅو له دې ناکامې جګړې څخه دخلاصون لار ومومي.


















