ډونالډ ټرمپ: دا ځل د ایران په وړاندې زغم نه لرم

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۵چنګاش، ۱۳۹۸)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د ایران په وړاندې یې نور زغم له لاسه ورکړی او دا ځل به یې پرېکړه جدي وي.

ټرمپ ویلي، که ایران د برید کولو هڅه وکړي او یا هم امریکایي پوځیانو ته د ایران لخوا کوم زیان ورسیږي نو له سخت ځواب سره به مخ شي.

ټرمپ دا خبره په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې یې په ایران د برید امر کړی وو خو له برید کولو لس دقیقې مخکې یې پلان بدل شوی وو.

ټرمپ دا برید د هغه الوتکې د راغورځیدو په غبرګون کې کاوه چې ایران یې په خپله خاوره کې د راپرځولو ادعا کړې وه خو امریکا بیا ویل چې الوتکه یې په نړیوالو اوبو کې غورځېدلې ده.

د امریکا او ایران اړیکې سخت ترینګلي حالت ته رسیدلي او تازه ټرمپ د ایران په مذهبي مشر آیت الله خامنه یي هم بندیزونه لګولي دي.

ایران بیا وایي چې په دوی باندې د امریکا بندیزونو هېڅ اثر نه دی کړی.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سیمې او نړۍ ته په سفر بوخت دی او ویلي یې دي چې د ایران په وړاندې به یو نړیوال ائیتلاف جوړ کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button