دګډ دولت مشر؛ سبا پنجشنبه پاکستان ته ځي

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۵ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

ټاکل شوې چې سبا دپنجشنبې په ورځ دهېواد دګډ دولت مشر اشرف غني ګاونډي هېواد پاکستان ته ولاړ شي، اوهلته له پاکستاني چارواکو سره په ځینو مسائلو خبرې وکړي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه سبا پنجشنبه د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته سفر کوي.

دګډ دولت مشر اشرف غني تېره ورځ ددې سفر په اړه د مدني ټولنو له غړو، پوهانو، سیاستوالو او قومي مشرانو سره سلا مشورې کړې دي.

دولت مشر اشرف غني ویلي چې پاکستان په ځلونو ترې د سفر غوښتنه کړې ده، خو دا ځل یې سفر د سولې مشورتي جرګې په خوښه شوی دی.

دده په وینا په دې سفر کې به له پاکستاني چارواکو سره پر مهمو مسایلو خبرې کوي.

دولت مشر غني ویلي، سیمه ییز اتصال، سوله، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او سوداګریزې همکارۍ به د بحث مهم موضوعات وي.

خو دغني له تګ سره سره یوشمېر پاکستانیو رسنیو دغني ورتګ مسخره ګڼلی، او په خپلو سکرینو یې دغني تېرې ګوتڅنډنې پریښي.

یو پاکستاني چینل په خپل سکرین لیکلي، هغه څوک (غني) پاکستان ته دخپلو مفاداتو لپاره مجبور شو؛ چې پاکستان یې دنړۍ له نقشې لرې کاوه.

داجملې که څه هم افغانانو اوخصوصا افغان دولت ته شرمونکې دي، خو دوی یې خپل ویاړ او دوطن دسوکالۍ هڅه بولي.

مربوطه مطالب

Back to top button