اسدالله خالد دناټو غونډه کې دګډون په موخه بروکسل ته تللی

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۵ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

نن په بروکسل کې دناتو غړیو هېوادونو غونډه روانه ده، ټاکل شوې په دې غونډه کې دسیمې اونړۍ یوشمېر مسایلو ترڅنګ دافغانستان په سوله او امنیت هم بحث وشي.

دګډ دولت ددفاع وزیر اسدالله خالد هم د ناټو په دې غونډه کې د ګډون په موخه پلازمینې بروکسل ته تللی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي ویلي چې خالد په دغه غونډه کې د افغانستان استازیتوب کوي او د ناټو له غړو هېوادونو به غواړي چې له افغان ځواکونو د خپل ملاتړ ژمنې تازه کړي.

خالد به همدا راز د ناټو د غړو هېوادونو ددفاع له یو شمېر وزیرانو سره ځانګړې لیدنې هم ولري.

روح الله احمدزي ویلي چې د ناټو غونډه نن پیلېږي او د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه بیا سبا جوړېږي.

تر دې وړاندې د ناټو عمومي منشي ویلي وو، چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او د ناټو په دې غونډه کې به بحث هم ورباندې وشي.

تېره شپه ناوخته دامریکا دبهرنیو چارو وزیر په یو نا اعلان شوي سفر کابل ته راغی او نوموړي دخپل سفر هدف په عاجله توګه سولې ته رسېدل یادکړل، پومپیو زیاته کړه چې موږ دخپلو ځواکونو وتلو ته تیار یو نو ځکه تر ټاکنو وړاندې ددې قضیې دحل لټه کوو.

مربوطه مطالب

Back to top button