سولې شورا: دطالب او امریکايي ټیم اووم پړاو مذاکرات به دبین الافغاني خبرو دپیل لامل شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۵ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

دطالب او امریکايي ټیم اووم پړاو مذاکرات یوشمېر هیلې او اندیښې راټوکولي.

د ګډ دولت دسولې عالي شورا وایي، په قطر کې د امریکایي او طالب پلاوي ترمنځ کېدونکي اووم پړاو خبرې به د بین الافغاني خبرو دپیل لامل شي.

د یادې شورا ویاند غفور احمد جاوید وایي، دوی هیله من دي چې د قطر اووم پړاو خبرې به مثبتې پایلې ولري.

د هغه په خبره هر څومره ژر چې بین الافغاني خبرې پیل شي هغومره ژر به روانه شخړه پای ته ورسېږي.

سولې شورا دا هیله مندي په داسې حال کې ښيي چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په کابل کې وویل، امریکا هیله لري چې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې په افغانستان کې د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي.

دامهال دافغان قضیې دحل لپاره دامریکاځانګړی استازی په کابل کې دی، ټاکل شوې چې نوموړی به دشنبې په ورځ یوځل بیا له طالبانو سره جرګه شي.
سیاسي څېړونکو خبر ورکړی چې اووم پړاو خبرې به برخلیک ټاکونکې وي.

مربوطه مطالب

Back to top button