کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۵ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د ناټو سرمنشي سټولتنبرګ تیره ورځ دافغانستان په وردګ ولایت کې دخپلو دوو پوځیانو پر وژل کېدو خواشیني ښودلې او کورنیو سره یې غمشریکي کړې.
نوموړی وایي په افغانستان کې د دوو امریکایی سرتېرو پر وژل کېدو خواشینی دی.
هغه زیاته کړې د ناټو متحدین، د امریکا او د ناټو نور شریکان لا هم خپل هدف ته درسېدا لپاره مرګ ژوبله ګالي.
نوموړي د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره خواشیني ښودلې او زیاته کړې یې ده، دا پېښه په ورته وخت کې د سولې پیغام ورکوي ځکه هم افغان دولتي سرتیرو او هم د ناټو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوړي.
بهرنیو ځواکونو نن خبر ورکړ چې په افغانستان کې یې دوه سرتېري وژل شوي دي.
ددې سرتېرو په وژل کېدو سره افغانستان کې د وژل شویو امریکایي پوځیانو شمېر شپږو ته ورسېد.
برګ دخپلو سرتېرو وژل کېدل دسولې پیغام بللی، داسې ښکاري چې نوموړي دامریکایي او طالب استازو تر منځ مذاکراتو او دخپلو پوځیانو وېستلو ته اشاره کړې.
















