حسن روحاني: له امریکا سره په بې ځایه خبرو وخت نه ضائع کوو

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۵چنګاش، ۱۳۹۸)
د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، که امریکا غواړي چې له ایران سره په بې ځایه خبرو وخت ضائع کړي نو هېڅکله به هم خبرو ته ورسره تیار نه شي.
حسن روحانی دا خبرې د فرانسې له ولسمشر ایمانول مکرون سره د تلفونې اړیکې پر مهال کړي دي.
روحاني همدا راز د ایران لخوا د برید نه کولو ډاډ او اطمنان ورکړی خو ویلي یې دي چې د چا لخوا د برید په صورت کې د ځان دفاع ته پوره چمتوالی لرو.
د روحاني په ټکو، که امریکا د یرغل په ډول د ایران خوا ته سترګې هم کږې کړې نو غاښ ماتونکی ځواب به وویني.
ده همدا راز امریکا په منځني ختیځ کې په بې ثباتۍ تورنه کړې او ګواښ یې کړی که له ایران سره په شوي تړون عمل نه کیږي نو خپلو اټومي پروګرام به ګړندی او پراخ کړي.
حسن روحاني دا خبرې په داسې حال کې کوي چې امریکا یو خوا ته په ایران بندیزونه لګوي او له بل لوري ورته د خبرو وړاندیز کوي.
ټرمپ تازه د ایران په ستر مذهبي مشر آیت الله خامنه یي د بندیزونو فرمان لاسلیک کړی.



