اسدالله خالد به د ناټو په عمومي غونډه کې بيا څه ګلان وشيندي؟؟

غورځنګ

دا چې د ګډ حکومت مشر ولسمشر غني سبا د دې مياشتې پر اوويشتمه نېټه پاکستان ته ځي او اسدالله خالد بيا د ناټو په اړه غونډې ته تللی دی، تر څو خپلو بادارانو ته ډاډ ورکړي چې دوی په خپل هېواد کې د کفر لپاره هر نه کېدونکی خدمت کولی شي او هر ډول خدمت ته تيار دي.

دغه غونډه په داسې حال کې په بروکسل ښار کې تر سره کېدونکې ده او د نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو تر څنګه به د  افغان سولې او افغانستان د امنيت په تړاو هم د ناټو غړي هېوادونو مشران خبرې وکړي. چې په همدې موخه اسدالله خالد هم بروکسل ته رسېدلی او په دغه غونډه کې يې د ګډون هوډ کړی.

خو دا چې د ګډ حکومت چارواکي په ټوله نړۍ کې د نا اهلۍ نوم لري نو دلته شنونکو ته شک ورلېږي چې اسدالله خالد به په دې غونډه کې د ا فغانستان په اړه بيا څه ګلان وشيندي، دغه شک په دې اساس د ګډ حکومت په چارواکو باندې کېږي، کله هم چې د ګډ حکومت مشران چېرته کومې غونډې ته لاړ شي نو يا خو بيخي پر موضوع حاکميت نه لري يعنې موضوع يو څه وي او دوی بل څه وايي، چې تر ټولو ښه مثال يې په مسکو کې د روسانو او افغانانو د اړيکو په باب تېره غونډه وه.

يا هم په هره غونډه کې غرب ته د خپلې غلامۍ او وفادارۍ ښه کلک ثبوت وړاندې کوي. چې د دې ښه او غوره مثالونه د ناټو او يا هم د امريکا او ناټو تر منځ تېرې ناستې دي چې د ګډ حکومت ولسمشر به کله هم ورغی نو د دې لپاره امريکا او ناټو له خپل ځان څخه خوښ وساتي، په ډېر وياړ او افتخار به يې په غونډه کې ويل چې زما په واکمنۍ کې تقريباً په لس زرګونو د اردو عسکر وژل شوي دي. همداشان دا به يې هم ويل چې مونږ په افغانستان کې د امريکا لپاره هر ډول قربانۍ ورکړي هم دي او لا هم لګيا يو، دغه شان دا به يې هم ويل چې مونږ چې کومه جګړه کوو يوازې او يوازې د امریکا او غرب د امنيت ساتلو لپاره يې تر سره کوو.

نو له دې امله شنونکي ګومان کوي چې اسدالله خالد به د بروکسل په غونډه کې څه ګلان وشيندي؟؟

اسدالله خالد چې د طالبانو له لوري په يوه بمي بريد کې نيم بدن له لاسه ورکړی دی او اوس هم خپل نيم بدن د طالبانو پر وړاندې کاروي، د سږکال پسرلي په پيل کې يې په ډېر شور او ځوږ سره وويل چې د طالبانو سر به وهو او سنګر به يې ترې نيسو، خو وروسته چې کله طالبانو خپل پسرلني عمليات اعلان کړي نو بيا به ډېری وخت خالد په رسنيو کې نه ښکارېده، ځکه چې طالبانو د خپلو عملياتو له اعلانولو وروسته د ولسواليو نيول پيل کړل ان تر دې چې ډېرې ولسوالۍ يې ونيولې نو په دې اساس چې اسدالله خالد د پسرلي په لومړي سر کې لويه ويلې وه ځکه به نو اکثره په رسنيو کې بيا ځل په دې موضوع نه غږېده.

نو شنونکي چې اوس شکونه لري چې اسدالله خالد به  د بروکسل په غونډه کې بيا څه ګلان وشيندي. دغه شنونکي شک لري چې هسې نه چې بيا د ولسمشر په څېر ونه وايي چې مونږ په افغانستان کې قرباني د غرب او امريکا لپاره ورکوو، او يا هم دغه جګړه مونږ د امريکا لپاره کوو. يا داسې چې مونږ د امريکا لپاره دومره زره عسکر او اردو قرباني کړې، د شنونکو په باور ولسمشر چې تېر ځل دغه ډول ويناوې کړې وې نو د اردو او پوليسو کورنيو وګړو له ځان سره خورا ډېر تشويش درلود، دغو وګړو د ولسمشر له دغه ډول خبرو څخه دمخه داسې فکر کاوه چې زمونږ بچيان يعنې اردو، پوليس او نور نظاميان د هېواد د ساتنې لپاره جنګېږي، خو د ولسمشر له دغه ډول وينا څخه وروسته اوس دغه وګړي د خپلو بچيانو په په وژل کېدو باندې شکمن دي او  دا وايي چې زمونږ د بچيانو اخرت خو خراب شو.

خو دا ځل به اسدالله خالد ته منتظر واوسو چې د خپلو نظاميانو وينې او قربانۍ؟؟ په چا پلوري؟؟

مربوطه مطالب

Back to top button