ليکوال: م. نجم الرحمن فضلي
پوښتنه : په يو شمير دواخانو کې ناروغانو ته د زکوة په روپيو دوائي اخيستل کيږي، آيا دا روا دی او که نه؟ له هر ناروغ څخه د ټوکن په ډول پنځه روپۍ اخيستل کيږي، آيا له همدې روپيو څخه ډاکټرانو تنخوا ورکول کيدلای شي او که نه؟.
ځواب : کوم غريبان چې د زکوة مستحق دي، هغوی ته د زکوة په روپيو دوائي اخيستل کيدلای شي، د ډاکټرانو د فيس لپاره دې هغو ته نقد روپۍ ورکړی شي، او هغوی دې د ډاکټرانو فيس اداء کړي ([1]).
د زکوة په روپيو د خيراتي دواخانه جوړولو حکم
پوښتنه : که د يوه کلي خلک وغواړي چې يوه خيراتي دواخانه جوړه کړي، د کومې مصارف به چې د زکوة او د قرباني له روپيو څخه کيږي، او له دې څخه به هر کس ګټه پورته کوي، او له مريضانو څخه به هم يو څه روپۍ اخيستل کيږي، او هغه روپۍ به هم په دواخانه کې مصرف کيږي، پوښتنه دا ده چې شرعاً له دې څخه هر کس ګټه اخيستلای شي او که نه؟.
ځواب : په دواخانه کې د زکوة او د قرباني د پوستکو مصرف دا دی چې په همدغو روپيو دواء واخيستل شي او مسکينانو ته مفت ورکړی شي، له همدې روپيو څخه ډاکټرانو او نورو کارمندانو ته تنخوا ورکول، د مکان کرايه، تعمير او نور مصارف کول روا نه دي، په دې سره زکوة نه اداء کيږي، له مسکينانو څخه د دواء روپۍ اخيستل او غير مسکينانو ته يې ورکول روا نه دي، په يو شمير دواخانو کې د زکوة له روپيو څخه مريضانو ته وينه ورکول کيږي په دې سره زکوة نه کيږي ([2]).
د زکوة اداء کولو لپاره تمليک شرط دى
پوښتنه : په يو شمير هيوادونو کې د ديني زده کړو مرکزونه دي، چيرته چې د غريبو ماشومانو لپاره د خوراک څښاک او د اوسيدلو، د دواء او کتابونو انتظام کيږي، د مدرسه مهتمم ګرځي او چنده کوي په کومه کې چې د زکوة روپۍ هم وي، او دا روپۍ له خزانچي سره ايښودل شوې وي، بيا يې د مدرسه مهتمم په طالبانو باندې مصرف کوي، يو شمير علماء وايي د زکوة په روپيو کې چې څه وخت تمليک نه وي نو زکوة نه اداء کيږي، لهذا که چيرته له تمليک پرته په ماشومانو باندې مصرف کړى شي نو زکوة نه اداء کيږي، آيا د دوى دا خبره صحي دى او که نه؟.
ځواب : هو ! د دوى خبره صحي دى، د زکوة اداء کولو لپاره تمليک شرط دى، طالبانو ته د خوراک او څښاک په ورکولو کې تمليک نه پيدا کيږي، په درمختار کې راغلي )هي تمليک : خرج الاباحة فلو اطعم يتيما ناوياً الزکوة لايجزيه الا اذا دفع اليه المطعوم کما لو کساه( ([3]) لهذا مستحق طالبانو ته دې د زکوة روپۍ ورکړى شي او هدايت دې ورته وکړى شي چې د خوراک فيس اداء کړى، بيا دې همدغه روپۍ په خوراک کې مصرف کړى شي، په همدې توګه زکوة به هم اداء شي او طالبانو ته به خوراک هم پيدا شي، يا دې خوراک مستحق ته ورکړى شي او هغه دې مالک جوړ کړى شي، لکه په ديوبند، سهارنپور چې کيږي، يو صورت دا هم دى چې پيزار، جامه او نور د ضرورت شيان دې پرې واخيستل شي او طالبانو ته دې ورکړى شي ([4]).
ليږ ليږ زکوة ورکول
پوښتنه : له يوه کس سره مال او زيورات دي د کومو کلنی زکوة مثلاً يوسل شل روپۍ دي، د هغو آمدن په يوه وار د زکوة ورکولو قابل نه دی او دروند بار هم دی، او په ځينو وختونو کې په يوه وار د زکوة ورکولو طاقت هم نه وي، په يوه وار يې ورکول ګران هم تماميږي، پوښتنه دا ده چې آيا ليږ ليږ ماهانه زکوة ورکولای شي او که نه؟ او که په خاص رمضان کې به يې اداء کوي؟.
ځواب : په ليږ ليږ ورکولو سره هم زکوة اداء کيږي ([5]).
همدا رنګه ليکل شوي :
پوښتنه : يو چا د زکوة حساب وکړ، مګر څومره روپۍ چې واجب الاداء دي هغه پوره موجودې نه دي، نو په داسې صورت کې د زکوة اداء کولو طريقه څه ده؟ .
ځواب : هر کله چې د زکوة په نصاب باندې کال تير شي نو د همدغه نصاب د زکوة په اداء کولو کې بيړه کول بهتر دي، او که چيرته په متفرقه ډول مثلاً په کال کې دننه فقيرانو ته ليږ ليږ د زکوة په نيت ورکړی شي نو دا هم صحي دی.
)وقيل فوری : ای واجب علی الفور وعليه الفتوی …… فيأثم بتأخيرها بلاعذر الدرالمختار، ظاهراً لاثم بالتاخير ولو قل کيوم او يومين ……. وقد يقال : المراد ان لايؤخر الی العام القابل، شامي، ج : ۲، ص : ۱۷( ([6]).
ديني مدارسو ته زکوة ورکول بهتر دي
پوښتنه : ديني مدارسو ته زکوة ورکول روا دي او که نه؟.
ځواب : د زکوة ورکول روا نه بلکې بهتر دي، ځکه چې له غريبانو او مسکينانو سره له کومک (مرستې) کولو سره سره د ديني علومو سرپرستي هم پرې کيدلای شي ([7]).
د زکوة روپيو ويشل
پوښتنه : زيد ته په يوه وار د روپيو ويشل پکار دي او که تر کومې مودې پورې يې ساتلای هم شي؟.
ځواب : په يوه وار يې ويشل هم روا دي او د ضرورت په اندازه ليږ ليږ ورکول يې هم صحي دي، په دې کې هيڅ تحديد نشته، مګر چا ته يې چې ورکوي کم له کمه دومره دې ورکړي چې هغه ته د سوال کولو ضرورت پيدا نشي، او دومره ډير دې نه ورکوي چې هغه د نصاب څښتن جوړ شي کوم ته چې بالفعل د مصرف کولو ضرورت نه وي، او څوک چې د نصاب څښتن نه وي هغه ته يې ورکول صحي دي، د نصاب مالک او سيد ته يې ورکول صحي نه دي ([8]).
د زکوة په روپيو مرغانو ته دانې اخيستل
پوښتنه : آيا د زکوة په روپيو مرغانو ته دانې اخيستل کيدلای شي؟ او آيا د زکوة په روپيو چينجيو مينجيو ته د خوراک شيان اخيستل کيدلای شي؟ او آيا په همداسې کولو سره زکوة اداء کيږي او که نه؟.
ځواب : په دې سره زکوة نه اداء کيږي، د زکوة کيدلو شرط دا دی چې کوم مستحق به د زکوة د روپيو مالک جوړيږي، که چيرته د زکوة په روپيو د خوراک شيان پاخه کړی شي، غريبانو او محتاجانو ته دعوت ورکړی شي او ورته وويل شي چې څومره مو خواهش وي وې خوری، مګر له ځان سره د وړلو اجازه يې نشته نو په دې سره هم زکوة نشي اداء کيدلای ([9]).
په زکوة کې د قرض حسابول
پوښتنه : زيد عمر ته دوه سوه روپۍ قرض ورکړ، اوس زيد د قرض معاف کول غواړي، مګر په دې ډول چې د زيد په ذمه دوه سوه روپۍ زکوة واجب دی، نو هر کال (۲۵) (۲۵) روپۍ قرض د عمر له ذمه څخه ساقطوي او همدغه روپۍ د زکوة په ډول اداء کوي، پوښتنه دا ده چې آيا همداسې کول صحي دي او که نه؟.
ځواب : په داسې صورت کې زکوة نه اداء کيږي، بلکې دوه سوه روپۍ په يوه وار يا دې په ډيرو وارو هغه ته ورکړي او خپل قرض دې له هغه څخه وصول کړي، په همدې طريقه به زکوة هم اداء شي او قرض به هم وصول شي ([10]).
سيد او هاشمي ته زکوة ورکول
پوښتنه : که چيرته يو سيد يا هاشمي انتهائي د غربت په حالت کې وه نو هغه ته د زکوة ورکول روا دي او که نه؟.
ځواب : سيد او هاشمي ته د زکوة په ورکولو سره زکوة نه اداء کيږي، آيا په کلي او وطن کې دومره څوک هم نشته چې له زکوة پرته د هغوی حاجت پوره کړي؟ ([11]).
د چا چې يوازې مور سيده وي هغه ته زکوة ورکول
پوښتنه : که چيرته د يو چا يوازې مور سيده وي او پلار يې سيد نه وي، نو داسې کس ته د زکوة ورکول روا دي او که نه؟.
ځواب : روا دي، ځکه چې نسب د پلار له لوري وي، د چا چې پلار سيد نه وي يوازې د مور په سيد والي سيد کيدلای نشي ([12]).
همدا رنګه ليکل شوي :
همداسې زامنو ته زکوة ورکول روا دي، په نسب کې پلار لره اعتبار دی ([13]).
همدا رنګه ليکل شوي :
د چا چې يوازې مور سيده وي او پلار يې سيد نه وي نو هغه ته زکوة ورکول روا دي، ځکه چې د نسب نسبت د پلار لوري ته کيږي نه د مور لوري ته، لهذا که چيرته همداسې کس د نصاب څښتن نه وه نو هغه ته زکوة ورکول کيدلای شي ([14]).
([1]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۶۸، بحواله : عالمګيري، ج : ۱، ص : ۱۹۰، کتاب الزکوة، الباب السابع فی المصارف.
([2]) احسن الفتاوی، ج : ۴، ص : ۲۹۱، بحواله : ردالمحتار، ج : ۲، ص : ۶۸.
([3]) درمختار، ج : ٣، ص : ٣، کتاب الزکوة.
([4]) فتاوى رحيميه، ج : ٧، ص : ١٤٥.
([5]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۴۶۵ – ۴۶۶، بحواله : الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۲۷۰، کتاب الزکوة، وکذا فی الفتاوی العالمګيرية، ج : ۱، ص : ۱۷۰، اباب الاول فی تفسيرها وصفتها وشرائطها، وکذا فی تبيين الحقائق، ج : ۲، ص : ۳۰، کتاب الزکوة.
([6]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۴۶۷ – ۴۶۸، بحواله : ردالمحتار، ج : ۲، ص : ۲۷۱ – ۲۷۲، وکذا فی فتح القدير، ج : ۲، ص : ۱۵۵ ـ ۱۵۶، کتاب الزکوة، وکذا فی التاتار خانية، ج : ۲، ص : ۲۱۷، کتاب الزکوة.
([7]) آبکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۶۹.
([8]) فتاوظ محموديه، ج : ۹، ص : ۴۷۱، بحواله : حاشية الطحطاوي علی مراقی الفلاح، ص : ۷۲۱، باب المصرف، الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۲۵۳، باب المصرف، وکذا فی فتح القدير، ج : ۲، ص : ۲۷۸، باب من يجوز دفع الصدقة اليه.
([9]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۷۱ – ۱۷۲، بحواله : شامي، ج : ۲، ص : ۳۴۴، کتاب الزکوة، باب المصرف.
([10]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۴۷۷، بحواله : الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۲۷، کتاب الزکوة، وکذا فی البحر الرائق، ج : ۲، ص : ۳۷۰، کتاب الزکوة، حاشية الطحطاوي علی مراقی الفلاح، ص : ۷۱۵، باب المصرف.
([11]) احسن الفتاوی، ج : ۴، ص : ۲۸۸ – ۲۸۹، بحواله : ردالمحتار، ج : ۲، ص : ۷۲.
([12]) احسن الفتاوی، ج : ۴، ص : ۲۸۹، بحواله : ردالمحتار، باب الکفاءة، ج : ۲، ص : ۳۴۶.
([13]) فتاوی محموديه، ج : ۲۲، ص : ۳۳۲، بحواله : ردالمحتار، کتاب الوصايا، باب الوصية للاقارب، ج : ۶، ص : ۶۸۵.
([14]) فتاوی عباد الرحمن، ج : ۳، ص : ۱۱۹، بحواله : شامي، ج : ۳، ص : ۸۷، البدائع، ج : ۲، ص : ۳۲۰.
















