استاد حسین احمد ملاخیل
د مصر د منتتخب ولسمشر محمد مرسي شهادت چې یوه نړیواله غمیزه وه، او د ټولو شرقي او غربي رسنیو د سر موضوع وګرځېده، په اسلامي نړۍ کې یو ځل بیا اسلامي اخوت راژوندی کړ. نړۍ کې ډېر د هغه مکتب او فکر خلک چې په دموکراتیکه توګه د مرسي واک ته رسېدل یې هم یوه غیر شرعي لار ګڼله، هغو هم د اسلامي اخوت او ورورولۍ په اساس خپل خفګان ښکاره کړ. قاتلین یې په نړیواله کچه شرمینده او د مرسي وژل یې د مصر په تاریخ کې یوه توره تاریخي پېښه وګڼله. له دې پېښې وروسته په اسلامي نړۍ کې امام حسن البناء او اخوان المسلمین ډېر مطرح او خلکو یې په اړه لا ډېره مطالعه وکړه. د نړۍ ډېر لوړ پوړو چارواکو او مشهورو څېرو د یادې غمیزې په اړه خفګان وښود او مسلمه امت ته یې د اخوت او ورورګلوي پيغام وروباښهٔ.
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان د غایبانه جنازې وروسته مرسي ته د ورور خطاب وکړ او هغه یې شهید وګاڼهٔ.
د قطر آمیر شیخ تمیم بن حمد په خپل ټویټر ولیکل: په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د مصر منتخب ولسمشر ومړ. له ټولو مصريانو او کورنۍ سره يې په غم کې شریک یم.
پاکستان د سنا جرګې غړي او د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق سراج ولیکل: مسلمه امت او عالم اسلام د یو عظیم لارښود څخه محروم شول، د هغه جرم مصري وګړو ته د حقوقو غوښتنه او د فلسطین آزادۍ څخه لاس نه اخيستل وو، هغه څخه د فلسطین د حمایت پرېښودو غوښتنه وشوه، مګر هغه د صهیوني تسلط د قبلولو انکار وکړ.
د اسلامي نړۍ ستر عالم او د مجمع الفقه الاسلامی غړي مفتي محمد تقي عثماني لیکلي: مرسي په جبر معزول شو، د مصري عدالت لخوا یې د زندان سختۍ وګاللې. وروسته الله خپل هغه عدالت ته راغوښت چې هلته انصاف دی، عدل دی. الله دې هغه ته مغفرت وکړي.
دې ته ورته ځینو نورو ډېرو داخلي او نړیوالو چارواکو یاده پېښه د ټول مسلمه امت قضیه یاده کړه.
د مرسي ژوند او مبارزې ته په احترام ځینو نورو ډېرو دموکراسي پلوه او سیکولر چارواکو هم دغه کار پدې اساس ناوړه وباله، چې ګویا د مصر حکومت د دموکراسۍ بې احترامي کړېده.
د پلان سره سم په مرسي کودتا د هغه زنداني کول، په مرموز شکل وژل او دې ته ورته نورې ډېرې پوښتنې دي چې باید جواب شي.
دا څوک وو چې هرځای، او هر چا بلکې ټوله اسلامي نړۍ یې په یوه خوله په مړینه خفه، او مړینه یې د ژوند لوی هدف او د شهادت ستر مقام ګني؟ بلې! دا وو د اسلامي نړۍ ځلانده ستوری دوکتور حافظ شهید محمد مرسي. روح دې يې ښاد وي.
















