سټولټنبرګ: مونږ له طالبانو سره یوې سياسي حل لارې ته اړتيا لرو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۶)
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د امريکا د سولې خبرو ملاتړ کوي ځکه چې په وينا يې له طالبانو سره د يوې سياسي حل لارې ته د رسيدو لپاره اړتيا لرو.
نوموړي دغه څرګندونې پرون د افغان سولې لپاره د ناټو د دفاع وزيرانو په جوړه شوې غونډه کړي دي.
هغه ويلي، د سولې مذاکراتوکې چې هر ډول هوکړه رامنځته کېږي بايد ټول په دې باوري شو چې ډاډمنه، د عملي کيدو وړ او ښکيل اړخونه ورته ژمن دي.
سټولټنبرګ وايي، هڅه کېږي د افغانستان جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې حل شي او د دې لپاره له طالبانو سره سياسي جوړجاړي ته اړتيا ده.
نوموړي په طالبانو غږ کړی چې د جګړې لارې نه شي بريالي کيدلی او بايد د سولې لاره خپله کړي.
پرون د چهارشنبې په ورځ د ناټو هيوادونو غړو د افغانستان سولې او امنيت په اړه غونډه پيل کړه چې ټاکل شوې نن به هم دوام وکړي.
امريکا له طالبانو سره له تيرو څو مياشتو راهيسې د افغان جګړې ختمولو، د امریکايي ځواکونو د ايستلو او …. پر سر خبرې روانې کړي چې ټاکل شوې په نږدې ورځو کې د دواړو غاړو ترمنځ اووم پړاو خپرې هم پيل شي.
د ناټو عمومي منشي تر دې مخکې ويلي و چې ناټو هيوادونه افغانستان ته له امريکا سره ګډ راغلي او بيرته به له هغوی سره په ګډه ووځي.



