کريم خليلي ځان تېر باسي که نړيوال او هېوادوال ؟

ليکوال احمد منصور
خليلي د خپل ګوند پلويانو ته په خبرو کې ويلي چې اسلامي امارت نوي نسل ته د منلو نه دی.
نه پوهيږم چې نوموړى ځان تېر باسي که نړيوال او هېواد وال چې له حقيقته لرې او ناسمې ادعاوې کوي را ځى وګورو چې نوموړى څومره په خپلې ادعا کې رښتونى ده،خليلي لکه چې لا تر اوسه نه ده خبر چې طالبان د هيواد په اويا فيصده خاوره واکمن دي که خلک او نوى نسل يې ملاتړ نه واى نو طالبانو نشوى کولاى چې په دومر طويله ﺯمکه واکمن شي همدا ډول طالبانو د خپل واک لاندې ساحو کې د ځوان او نوي نسل په فکري روﺯنه کې کافي رول ادا کړى.
همدا ډول خليلي دې لګ سوشل مېډيا ته سر ورښکاره کړي چې ځوان او نوى نسل څه ډول د طالبانو روستۍ اقدامات او حرکات ستايې چې سياسي مذاکرات او د طالبانو له لوري رسنيو ته ګواښ يې سترې بېلګې دي له سوشل مېډيا به ورته معلومه شي چې نوى نسل د طالبانو له هغه ګواښه خوښ دي چې يو شمېر رسنيو ته يې کړى ده،بله دا ناسمه خبره ده چې امارت نوي نسل ته د منلو نه ده امارت داسې نه ده چې اوس اوس مېنځ ته راغلى بلکې په هېواد کې ٢٥ کلنۍ ريښې لري دې خاوره کې يې يوه داسې واکمني تېره شوې چې د انصاف ورکولو يو مثالي حکومت وه هيوادوال د امارت له نوم،فکر اشخاصو سره له درې لسيزو رايستې بلد دي امارت ته منسوب خلک چې طالبان يې بللى شو په مداسو او مساجدو کې يې ژوند کړى همدغه نسل ورته پخپله خوښه ډوډي په ډيره مينه را وړې
نو څنګه به نوى نسل له دوي بې ځاري اعلان کړي ؟
خليلي ﺯياته کړې حکومت به کله هم طالبانو ته تسليم نه شي!
طالبان دوه اهدافه لري ١-د بهرنيو قواو په بشپړ ډول وتل خوا که د سياسي مبارﺯې په ﺯور وي او که د نظامي خو طالبان دواړه مبارﺯې په يو وخت پر مخ وړي ٢-افغان شموله اسلامي نظام نافېذول،د دغو اهدفو په لار کې که هر څوک خنډ او مانع جوړيګي طالبان د دښمن په سترګه ورته ګوري ولو که د داسې څوک هم وي چې په تنديو يې کلمه طيبه ليکل شوي وي دا خو لا د دوي په اصطلاح حکومت ده چې له څو کالو رايسته پردو ته په خدمت بوخت ده خليلي دې په دې پوه شي چې طالبان به کله هم له مزدورې ادارې سره مذاکرات و نه کړي.



