روسيه کې یوه مسافر وړونکې الوتکه لويدلې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۶)

د روسيې په بورياتيا جمهوریت کې یوه مسافر وړونکې الوتکه لويدلې چې راپورونو پر اساس ۴۳ تنه پکې سپاره و.

د بوریاتيا چارواکي وايي، پېښه نن سهار د نيژنئانګ په هوايي ډګر کې رامنځته شوې او یاده الوتکه چې N-24 ډوله ده د انګارا هوايي چلند اړوند وه.

د ژغورنې ډله وايي، د الوتکې دوه پيلوټان وژل شوي او نوولس تنه نور روغتون ته لېږدول شوي دي.

په الوتکه کې ۴۳ تنه سپاره و خو تر اوسه چارواکو د نورو تلفاتو په اړه جزيات نه دي ورکړي او د الوتکې د لويدو لامل په اړه هم څه نه دي ويل شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button