پاکستان؛ دافغان مهاجرینو دپاتې کېدو موده د ۲۰۲۰ کال د جون تر ۳۰ مې وغځوله

کابل ټکی کام (جمعه ، ۷ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

یوشمېرپاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دې هېواد افغان مهاجرینو ته دپاتې کېدا موده یوکال نوره هم غځولې.

راپورونه وایي، د پاکستان حکومت په پاکستان کې د مېشتو افغان رجسټر شویو کډوالو د پاتې کېدو موده تمدید کړې.

دوی زیاتوي، افغان کډوال کولای شي چې د ۲۰۲۰ کال د جون تر دېرشمې پورې پاکستان کې پاتې شي.

ایکسپریس نیوز لیکلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان دګډ حکومت مشر محمد اشرف غني ته په یوه غونډه کې دغه خبر ورکړی دی.

په پښتونخوا کې د افغان کډوالو اتشې هم په خپله فېسبوک پاڼه هغه لیک خپور کړی چې په کې د دغې موضوع خبره شوې ده.

دامهال په ګاونډي هېواد پاکستان کې شاوخوا یو نیم میلیون راجسټر شوي افغان کډوال دهجرت شپې، ورځې تېروي.

مربوطه مطالب

Back to top button