کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۸)
د افغانستان د ښار جوړونې وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هيواد کې څه باندې یونيم ميليون جريبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.
یاد وزارت وايي، هڅه يې پيل کړې څو له غاصبينو بيرته دولتي ځمکه خلاصه کړي چې تر دې دمه نږدې شل زره غاصبينو نوملړ چمتو او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوی دی.
ويل کيږي د دولتي ځمکو د غصب له امله په ډيری ولایتونو کې ودانيزې او پراختيايي چارې په ټپه ولاړې دي.
د لوګر د تخنیکي او زده کړو امر هجرت الله طوفان وايي، له یوه کال راهيسې شاروالۍ ته مکتوب ورکړی یوازې یو جريب ځمکه ورته نه پيدا کيږي، دغه راز د یاد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ، ښځو چارو او حج او اوقافو رياستونه هم د کارونو د پراختيا لپاره نورو ودانیو ته اړتيا لري خو د پل علم ښار په ماسټرپلان کې هيڅ ځمکه نه ده پاتې.
په افغانستان کې ډيری دولتي ځمکې د زورواکو، چارواکو او پخوانيو قومندانانو له خوا غصب شوي چې تر اوسه يې حکومت په اړه جدي اقدام نه دی کړی.

















