بغلان: د طالبانو بريد کې پنځه ويشت اربکيان وژل شوي، اته ټپيان دي

کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۸)

د بغلان ولايت امنیتي سرچينې وايي، طالبانو تيره شبه د دغه ولايت د نهرین ولسوالۍ مربوط په کوهګداي سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې له ديرشو زياتو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپور زیاتوي، د طالبانو په بريد کې پنځه ويشت سيمه ييز پوليس (اربکيان) وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د نهرين ولسوال فضل الدین مرادي دغه خبر تاييد کړی خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

په عين حال کې د ولايتي شورا غړی محمد حنيف کهګدای د پوليسو یاد تلفات تاييد کړل او له مسؤولینو يې غوښتي چې د ورته ډول پيښو مخنیوی دې وکړي.

دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو د یاد بريد پخلی کړی وياند يې ذبیح الله مجاهد وايي، په کوهګدای سیمه کې طالبانو درې پوستې نيولي چې د جګړې په ترڅ کې د (قومندان صلاح الدين، ظاهر او مدير عبدالله) په شمول ۲۹ عسکر وژل شوي، دولس تنه نور ټپيان دي.

د مجاهد په وينا،په دغه جګړه کې په زياته اندازه وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسته لويدلي دي.

طالبانو په وروستيو کې د دولت په نظامي تأسيساتو، پوستو او قرارګاوو بریدونه ډير کړي چې هره ورځ پوليسو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوړي.

مربوطه مطالب

Back to top button