ایران: دامریکا حضور افغانستان کې دنشه يي توکو کاروبار ته زمینه برابره کړې

کابل ټکی کام (شنبه ، ۸ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

ایران افغانستان کې دټولو ناخوالو منبع امریکايي ځواکونه بللي، او زیاته کړې یې ده چې دې هېواد کې دنشه يي توکو کار وبار ته دناټو ماموریت زمینه مساعده کړې.

د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې لوړپوړو ایراني چارواکو ویلي له هغه وروسته چې امریکا افغانستان ته راغلې په دغه هېواد کې د نشه يي توکو کارو بار او کر کېله ډېره شوې ده.

ددوی په خبره د امریکا حضور د نشه يي توکو د ډېرېدو لپاره ښه منبع ګرځېدلی.

سرچینه وايي چې په افغانستان کې نشه يي توکې د امریکایي اډو په شاوخوا کې کرل کېږي او امریکایي چارواکي یې پر وړاندې د مبارزې اراده نه لري.

بلکه دنشه یي توکو خلاف دمبارزې پرځای یې ددې کار وبار ته لاره برابره کړې.

ایران همدا راز تور پورې کړی چې د امریکایي ځواکونو له حضور سره هممهاله د نشه يي توکو کښت، قاچاق او کارو بار کې پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ایراني چارواکي زیاتوي،امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د نشه يي توکو او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې شعار له ځان سره راوړی خو تر دې دمه پخپل کار کې بریالي شوي نه دي.

مربوطه مطالب

Back to top button