(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۹)
پرون د چنګاښ په ۸ په قطر کې د طالبانو او امریکايانو تر منځ اووم پړاو مذاکرات پیل شول چې د سرچينو په وينا دغه خبرې تر بیګا ناوخته روانې وې او هوکړې ته نږدې شوي دي.
یوې باخبره سرچينې رسنيو ته ويلي، چې پرونيو خبرو کې امریکا او طالبان د “تروریزم” په تعريف هوکړې ته رسيدلي او په نورو مسائلو خبرې روانې دي.
د دغه خبرو مهم اړخ له افغانستان د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالويش ټاکل دي چې تر دې مخکې هم پر یاده موضوع د امريکايانو له خوا موافقه شوې وه.
په عين حال کې د قطر مشهورې رسنۍ الجزيرې ويلي، چې په دغه هیواد کې د امريکا او طالبانو تر منځ پر څلورو مسائلو (له افغانستان د ټولو بهرنيو ځواکونو وتلو، افغا خاوره د بل هيواد پرضد نه کارولو، اوربند او بين الأفغاني خبرو) بحث روان دی.
تر اوسه طالبانو یا امريکايانو د دغه خبرو او پکې د پرمختګ جزيات نه دي په ډاګه کړي.
خو یوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې امريکا او طالبان په اووم پړاو مذاکراتو کې پر څو مهمو مسائلو چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل او د ترورزيزم د تعريف پر څرنګوالي هوکړې ته نږدې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پامپیو په کابل کې رسنيو ته ويلي و چې له ولسمشريزو ټاکنو مخکې به طالبانو سره د سولې موافقې ته ورسيږي.
په عين حال کې په کابل کې د امريکا سفير جان باس وايي، ولسمشريزې ټاکنې دې له طالبانو سره تر سولې هوکړې وروسته تر سره شي ځکه په وينا يې دوی ته سوله مهمه ده.
د شنونکو په باور د امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره هڅه کوي چې څومره ژر کيدلای شي طالبانو سره یوې موافقې ته ورسيږي ځپل ځواکونه اوباسي او د افغانستان جګړه پای ته ورسوي.
د يادونې ده، تيره ورځ د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه راپور کې ويلي و چې طالبانو په افغانستان کې د راتلونکي نظام لپاره ټول چتموالی بشپړ کړی او په دې اړه يې د اساسي قانون یوه مسوده هم چمتو کړې ده.
















