له غير محرمو نه پرده فرَض ده
پرده په هرې زنانه فرَض ده
له فرضيت نه يې انکار کفر دی
په فرضيت يې عقيده فرَض ده
ښځه له سر تر پښو ټول ستَر دی
ورته حجاب ورته بورقه فرَض ده
بايد د حياء څادر کې ځان وساتي
په سر يې هر وخت لوپټه فرَض ده
د شرمګاه او د نظر حفاظت
په هر سړي او ښځينه فرَض ده
د ديموکراتو، مفسد فکرو په ضد
اسلامي سوچ او نظريه فرَض ده
“عُقابي” څوک چې د اسلام توهين کړي
په داسې خلکو بيا حمله فرَض ده

















