کرکټ نړيوال جام: افغانستان په پرله پسې ډول خپله اتمه لوبه هم وبايلله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ )

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام سياليو په لړ کې خپله اتمه لوبه هم د پاکستان پر وړاندې وبايلله.

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پريکړه وکړه چې په ټاکلو پنځوس اورونو کې يې د نهه لوبغاړو په سوځيدو ۲۲۷ منډې جوړې او پاکستان ته يې د ۲۲۸ منډو هدف وټاکه.

په افغان توپ وهونکو کې تر ټولو زياتې ۴۲-۴۲ منډې اصغرافغان او نجيب ځدران او ورپسې رحمت شاه ۳۵ منډې جوړې کړې.

دغه راز په افغان توپ اچوونکو کې مجيب الرحمن او محمد نبي د پاکستان دوه- دوه او راشدخان یو لوبغاړی وسوځاوه.

پاکستان د خپل وروستي اور په څلورم توپ د افغانستان ورکړل شوی هدف پوره او لوبه يې په خپل نوم کړه.

افغانستان تر دې دمه په نړيوال جام سياليو کې اته لوبې ترسره کړي او ټولې يې بايللي دي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغانستان د نړيوال جام په سياليو کې خپله وروستۍ لوبه له ويسټ انډيز سره کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button