لیکوال : محمد زبیر هاشمي
(النساء حبائل الشیطن) ښځې دشیطان دام دی؛
لودیځوال له دې فطرته ګټه اخلي، ښائسته ښځې رامخ ته کوي له دوی سره دتمائل او اړیکو لپاره ؛ د فلمونو،سریالونو، ډرامو او د ځانګړو مجالسونو جوړولو په شکل کې خلکو ته وړاندې کوي.
متل دی: غل هغه کورته ځي چې په هغې کې څه وي؛ زموږ دهیواد هر ځوان او هره پیغله د حیاء په پرده پوښل شوي دي.
دلویدیځ شیطاني فکري یرغلګردافغانانو دحیا عزت پردې شلولو لپاره مختلفې حربي کړي او کوي يې .
په تیرو کالونو کې فکري یرغلګرو د کابل ښار په سړکونو باندژ نیمه لوڅژ ښځې وګرځولې چې د چا پرتوګ نه و او چا د ښځو د حیا مجسمې جوړې کړې واغوستلې او په ښار کې وګرځیدلې چې د دې پېښې د کابل ټول وګړي شاهدان دي .
د کلتور استعمارانو دا ځل زما د ځوان پګړۍ او د پیغلې حجاب په دار کړل.
دافغانستان ټولو غیورو ځوانانو څخه مې په درناوي غوښتنه ده چې د فکري یرغل پر وړاندي ګړندي ګامونه واخلي، خطیبان، لیکوالان او شاعران د ټولنې د وګړو اذهان تنویر کولو کې مهم رول لري باید دوی د هر یرغلګر پر وړاندې د ټولنې وګړو ته یوه ښکلې مفکوره ورکړي چې دکلتور بریدګرو دسیسي په نطفه کې خنثا شي .
استاذان خپلو زده کوونکو ته په دې باب ځانګړې پاملرنه وکړي ځکه کشره او ځوانه طبقه د دوی درسي پوښښ لاندې دي او زموږ اولس د نیکمرغۍ لور ته په ډیرې اسانۍ سره بیولی شي .

















