(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۹)
د کندز ولايت په امام ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي ځواکونو په پوځي قرارګاوو بريدونه کړي چې د راپورونو له مخې قرارګاوې د طالبانو لاسته لويدلي او پکې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندز ولايتي شورا وايي، دغه بريد تيره شپه د یادې ولسوالۍ مربوط په قرغان تپې کې په پوځي قرارګاوو شوی زياتوي په بريد کې اووه عسکر وژل شوي، څلور ټپيان او ځينې نور طالبانو ژوندي نيولي دي.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، په قرغان تپه کې د جګړې په ترڅ کې دوه قرارګاوې نيولي چې پر مهال يې یو ټانګ ويجاړ، نوولس عسکر او پوليس وژل شوي اووه تنه نور ټپيان دي.
د مجاهد په وينا، د دغه بريد په پایله کې په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې- مهمات او ۲۲ تنه عسکر هم طالبانو ژوندي نيولي دي.
د کندز امنیتي سرچينې دغه بريد تاييدوي خو پکې د اوښتو تلفاتو په اړه جزيات نه ورکوي.

















