میدان وردګ: د ګډو ځواکونو عملياتو کې د مدرسې اووه کوچني زده کوونکي وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۹)

د میدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال یو کور او یوه مدرسه نړولې او د مدرسې اووه تنه کوچنيان يې شهيدان کړي دي.

راپور زياتوي، دغه عمليات د يادې ولسوالۍ مربوط په د نیک پايکول درې په چهلګزيانو سيمه کې ترسره شوي دي.

ځايي اوسيدونکي وايي، عملياتي عسکرو د مدرسې اووه تنه کوچني زده کوونکي وژلي او مدرسه يې نړولې ده.

د سيمې یو تن اوسيدونکي جمعه ګل کابل ټکی کام ته وويل، د عملياتو پر مهال یو کور هم په بشپړ ډول ویجاړ شوی او د یوې مدرسې د استاد په شمول درې تنه کليوال ګډو ځواکونو د بنديانو په توګه له ځان سره وړي دي.

په وروستيو کې د ګډو ځواکونو عمليات زيات شوي چې تر ډيره د ملکي خلکو په ميشت ځایونو، مدرسو، بازارونو او کليو ترسره کيږي چې تلفات يې هم ملکي خلکو ته اوړي.

مربوطه مطالب

Back to top button