کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۱۱ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د امریکا مخکښ سناتور او راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند برني سندرز دامریکا په اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوشمېر نیوکې کړي.
سندرز د شمالي کوریا له رهبر کېم جونګ اون سره د ټرمپ پر لیدنې، ایران سره د امریکا پر کړکېچ او د یو لړ نورو موضوعاتو په اړه د ټرمپ پر سیاستونو نیوکې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې امریکا باید د سوریې بې ګټې جګړه پای ته ورسوي او په همدې توګه د یو خطرناک دیکتاتور محمد بن سلمان له ملاتړه لاس پر سر شي.
سندرز زیاته کړې، دوی له ایران سره د امریکا پر وروستیو کړکېچونو خواشیني دي او نه غواړي له دې هېواد سره یوې بلې جګړې ته دننه شي ځکه ایران سره تړون شوی او د معلوماتو له مخې هغوی د شوي تړون مطابق سم پر مخ روان وو.
نوموړي زیاته کړې، دی دا نه وایي چې شمالي کوریا سره باید خبرې ونه شي خو دا خبرې باید پر یوه یادګاري عکس خلاصه نه شي.
هغه ویلي، امریکا په نړۍ کې د سولې لپاره پیاوړې ډیپلوماسي ته اړتیا لري نه د ټرمپ یادګاري عکسونو ته، پکار ده چې امریکا دیو نړیوال هر اړخیز قوت په توګه دهیوادونو اتحاد، سولې او سوکالۍ کې رغنده رول ولوبي، نه داچې دنفاق اور وشیندي.


















