روسیه کې د کښتۍ د سوځیدو له امله ۱۴ پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۱۱چنګاش، ۱۳۹۸)
په روسیه کې د تحت البحري کښتۍ د سوځیدو له امله ۱۴ تنه روسي پوځیان وژل شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت هم پیښه تائید کړې او ویلي یې دي چې په کښتۍ کې سپاره سرتیري په تحقیقانو بوخت وو چې یاده حادثه منځ ته راغلې.
په کښتۍ کې د اور لګیدلو لامل نه دی څرګند شوی.
دفاع وزارت خبر ورکړی چې څیړنې روانې دي.
په دې اړه تر اوسه نور مالومات نه دي رسنیز شوي.



