کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۱۱ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د هېواد د ملي امنیت پخوانی رییس او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل په حکومت مشر اشرف غني توندې نیوکې کړي، او نوموړی یې په بیت المال کې په خیانت تورن کړی.
نبیل زیاتوي، راتلونکې ټاکنې یو فرصت دی خو حاکم ټیم هڅه کوي دا فرصت له ننګونو سره مخ کړي.
نوموړي دغه راز ویلي چې حاکم ټیم په خپل ټول توان هڅه کوي راتلونکو ټاکنو کې پراخو درغلیو ته لار هواره کړي.
نبیل چې په مزار شریف کې یې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، ولسمشر غني والیان او نور لوړپوړي دولتي چارواکي د رایو په بدل کې پر دندو ګماري او دولتي قراردادونه په دې شرط خلکو ته ورکوي چې په راتلونکو ټاکنو کې دده ملاتړ وکړي.
هغه زیاته کړې، د ولسمشر لخوا پر کمپاین مصرفېدونکي پیسې له بهره نه دي راوړل شوې، بلکې دا د همدې ملت پیسې دي.
رحمت الله نبیل دغه راز د سولې پروسې ته په اشارې، ټینګار وکړ چې د امریکا او طالب پلاوي ترمنځ د خبرو جزییات باید له خلکو سره شریک کړل شي.
نبیل تردې وړاندې هم حاکم ټیم د ډیورنډ په معامله تورن کړی وو، او درسنیو په سکرین یې یوشمېر اسناد هم ښکاره کړي وو چې د دې کرغیړنې معاملې داثبات لپاره یې پرې استدلال کاوه.


















