کابل ټکی کام( سه شنبه، ۱۱چنګاش، ۱۳۹۸)
پکتیا کې د کرکټ پر یوه لوبغالي د هاوان مرمۍ لګیدو له امله درې ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت رسنیو ته پیښه تائید کړې خو دا یې نه دي ویلي چې هاوان مرمۍ د چا لخوا وار شوې وه.
بابد وویل شي چې د هاوان مرمۍ امنیتي ځواکونه د طالبانو د ځپلو په موخه واروي خو ډیری وخت ملکي کسان هدف وګرځي.
درې ورځې وړاندې د غزني په سپنده کې هم د امنیتي ځواکونو د هاوان مرمۍ په یوه کور کې لګیدلې وه چې له امله یې یو ماشوم ووژل شو او پلار یې مرګونی ټپي شو.
د پکتیا په ننۍ پیښه کې هم دوه ماشومان وژل شوي او یو بل زخمي دی.
















