د ترورېزم  د تعريف پر سر ولې جنجال دی؟؟؟

غورځنګ

د امریکا او طالبانو تر منځ په قطر کې چې له نږدې یوه کال مودې راهيسې مذاکرات روان دي او امريکا هڅه کوي تر څو طالبانو سره يوه داسې جوړ جاړي ته ورسېږي چې دغه بې پايانه او د امريکا په تاريخ کې اوږده او ناکامه جګړه پای شي.

خو دا چې دغه جګړه څومره پېچلې ده نو مذاکرات يې هم ځکه پېچلي او اوږده شول، خو د دغو مذاکراتو يوه مهمه موضوع چې ډېری وخت پرې د مذاکراتو په جريان کې جنجالونه هم پېښ شوي دي او تر ډېره وخته دواړه ډلې يوې متفقې پرېکړې ته پرې نه رسېدل، هغه د ترورېزم او ترهګرۍ تعريف او پېژندل دي.

دا چې دغه تعريف خو ظاهراً ډېر اسانه او بسيط ښکاري خو په دغه تعريف کې د دواړو ډلو برياوې، راتلونکې بقا او نور ډېرې ګټې خوندي دي، که چېرته ترورېزم د يوې ډلې په خوښه تعريف شي نو خامخا به د هغې بلې ډلې ټولې اتلس کلنې يا نولس کلنې هڅې له ناکامۍ سره مخ شي، او هغه ډله چې ترورېزم يې په خوښه دتعريف شوی وي، ټولې هڅې يې په ځای کېږي او خپلو هدف ته رسېږي.

نو په دې اساس دغه تعريف دواړو ډلو ته ډېر اهم دی او دواړه ډلې هڅه کوي چې ترورېزم يې په خوښه او د خپلو اهدافو او د تېرو اتلسو کلونو د هڅو له بقا سره سم تعريف شي.

خو دا چې مونږ به په خپله ليکنه کې هغه تعريف راواخلو کوم چې نړیوال معيار ولري او هڅه به وکړو چې ترورېزم ته يو سالم تعريف وضع کړو.

خو د دې لپاره چې د دواړو اړخونو له لوري چې کوم تعريف د ترورېزم لپاره وضع شوی دی، پېژندل يې ضرور دي، نو بيا به قضاوت لوستونکي وکړي چې د ترورېزم لپاره د کوم اړخ تعريف سم او حقيقي تعريف دی.

امريکا خو ترورېزم هو به هو داسې تعريفوي لکه څنګه چې په فرانسه کې له نن نه تقريباً څلور پېړۍ پخوا تعريفولو. داسې چې که چېرته څوک هم د امريکا د ګټو پر وړاندې يوازې غږ پورته کړي او يا هم له امریکايانو څخه خپل حق وغواړي نو هغه د دوی په نظر او فکر ترورېست دی او د نوموړي حق غوښتونکي شخص دغه عمل ترورېستي عمل دی.

نو امريکا او  غرب د ترورېزم تعريف په دې شکل کوي، که چېرته طالبان دغه ډول تعريف له امريکا سره ومني نو د طالبانو اتلس کلنه جګړه او خوارۍ، هلې ځلې او کوششونه د ملګرو ملتونو د قانون په چوکاټ کې هسې او عبس لاړل، او د امريکا دعوه برحقه ثابتېږي. نو بيا امريکايان طالبانو ته وايي چې مونږ خو هسې تاسو سره مذاکرات کوو، تاسو خو ترورستان ياست!

خو طالبان چې د ترورېزم کوم ډول تعريف کوي، هغه بيا داسې دي:

هر هغه عمل چې د مظلومو خلکو پر وړاندې د جابر او ظالم له لوري بې موجبه تر سره کېږي، ترورېزم دی، که چېرته کوم قوي او طاقت ور ملک او هېواد په بل کمزوري ملک او هېواد باندې يرغل وکړي، ترورېزم دی، طالبان د ترورېزم په اړه جامع تعريف داسې وړاندې کوي، چې په اوسني عصر کې د مسلمانانو پر وړاندې د امريکا او نورې کفري نړۍ هره کړنه او هر عمل ترورېزم او بې موجبه او ظالمانه دی.

نو که چېرته امریکا له طالبانو سره دغه ډول تعريف ومني، د شنونکو په باور د امريکا او نور غرب هغه هڅې چې د مسلمانانو پر وړاندې يې په هسې پوچو بهانو له سوونو کلونو راهيسې پيل کړي؛ د ترورېزم له دا ډول تعريف سره به ټولې په اوبو لاهو شي او امريکا به بلکل بيا په کوم هېواد باندې حمله ونه کړي.

نو په دې خاطر د قطر په مذاکراتو کې د ترورېزم تعريف په جنجال کې و. خواوس د رسنيو په قول ويل کېږي چې د ترورېزم د تعريف پر سر دواړه اړخونه يوې هوکړې ته رسېدلي دي. چې په نږدې ورځو کې به اعلان شي.

خو هغه تعريف چې بايد ترورېزم ته وضع شي په لاندې ډول دی:

ترورېزم عموماً مسلمانان د ظلم او وحشت په نامه سره يادوي او کله چې د  ترورېزم اصطلاح ياده شي نو د مسلمانانو په ذهن کې د وحشت، ظلم او بربريت انڅور جوړېږي.

نو رښتيا هم چې ترورېزم ظلم، وحشت، بربريت، يرغل، استعمار، ښکېلاک اود نورو ناوړو اعمالو مجموعه ده چې په اوسني وخت کې د امريکا له لوري تر سره کېږي، خو د دغو ټولو ناوړو اعمالو سربېره بيا امريکا هغه چا ته ترورست او د ترورېزم د اعمالو تر سره کوونکي وايي څوک چې د امريکا د ناوړو اعمالو پر وړاندې د حق غوښتنې غږ اوچت کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button