(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۲)
ګډو ځواکونو د لوګر ولايت په محمداغې او څرخ ولسواليو کې عمليات کړي چې پر مهال يې شپږ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او څو نور يې له ځان سره وړي دي.
دغه عمليات تيره شپه د محمداغې زرغون شهر سيمه کې ترسره شوي چې د ځايي اوسيدونکو په وينا، د چاپې عسکرو د خلکو د کورونو تر څنګ د هغوی مالونه هم چور کړي، د قاري زاهد په نوم یو ديني عالم او د هغه پلار يې په ډزو سره وژلي دي.
همدارنګه ګډو ځواکونو د څرخ په آبجوش سيمه کې هم د شپنيو عملياتو په ترڅ کې درې ملکي وګړي وژلي او یو بل يې ټپي کړی دی.
د څرخ اوسيدونکي وايي، د چاپې عسکرو له ځان سره شپږ تنه ملکي وګړي هم وړي چې هيڅ کومې وسله والې ډلې سره يې اړيکې نه لرلې.
په لوګر کې تر دې مخکې هم ډير کرته د ګډو ځواکونو عملياتو کې ملکي وګړي په نښه شوي چې د هغوی د اعتراضيه لاريونونو باوجود هم دغه لړۍ بنده نه شوه او یو ځل بيا په دغه ولايت کې ملکي خلک د ګډو ځواکونو هدف وګرځيدل.
په هيواد کې شپني عمليات د ملي امنيت مربوط صفر یو صفر دوه ځانګړو قطعو، یا هم د امريکايي اډو مربوط د امريکايانو تر مخامخ قومندانې لاندې ترسره کيږي چې په وروستيو کې يې په عملياتو کې ډيری مرګ ژوبله او مالي تلفات ملکيان ګالي.

















