(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۲)
د امريکا ولسشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وتلو په اړه په تازه مرکه کې حيرانونکې خبرې کړي وايي چې نوموړي په دغه هيواد کې د ميشت امریکايي عسکرو شمير نيمايي کم کړی خو خلک پرې نه پوهيږي.
ټرمپ د فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي، چې نوموړي غوښتل امریکايي عسکر راوباسي زياتوي تر اوسه مې ډير زيات عسکر را ايستلي چې پخوا يې شمير شپاړلس زره و خو اوس نهه زره ته راټيټ شوي دي.
هغه ويلي، ډیری خلک په دې مسئله خبر نه دي خو مونږ په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمير د پام وړ کم کړی، دغه لړۍ روانه ده خو وايي په دې اړه زياتې خبرې نه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو او امريکايانو په قطر کې اووم پړاو مذاکرات پيل کړي او باوري سرچينو په وينا، دواړه غاړې موافقې ته نږدې شوي دي.
د دغه خبرو مهم اړخ له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل او د طالبانو له خوا دا ضمانت ورکول چې افغان خاوره به د نورو هيوادونو پرضد نه کارول کيږي.

















