(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۲)
امريکا د پاکستان بلوچستان ايالت کې د بلوڅ بلتون پاله بي. اېل. اې ډله په تور ليست کې شامله کړې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکا کې د يادې ډلې ټوله شتمني کنګل او له غړو سره يې د امريکايي وکړو پر راکړه ورکړه بنديزونه لګيدلي دي.
د بلوچ لېبرېشن آرمي په نوم دغه ډله تر ډيره د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وسله وال بريدونه او چاودنې کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې یادې ډلې په پاکستان کې پر سرتيرو، پر چينايي انجينرانو او تيره مياشت يې ګوادر کې پر يوه هوټل بريدونه کړي دي.
خو بلوڅ بلتون پالان وايي، د خپل حق اخيستلو او خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي.
د پاکستان حکومت د امریکا پر دغه کار خوښي څرګنده کړې او دا يې غوره اقدام بللی دی.

















