کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۱۳ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د یو امریکایي لیکوال لخوا تر سره شوې څېړنه ښیي، چې طالبانو د امریکا په مشرۍ ناټو او افغان حکومت ته په تبلیغاتي جګړه کې پوره ماته ورکړې.
امریکایي لیکوال توماس جانسون په دې اثر کې د ناټو او افغان دولت پر ضد د طالبانو روایتونه په تبلیغاتي جګړه کې په ډاګه کړي دي.
دا څېړنه، چې د یوه امریکایي لیکوال لخوا تر سره شوې، په دې وروستیو کې د یوه افغان خبریال لخوا فارسي شوی او نن( د چنګاښ۱۳) د افغانستان ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز غړیو ته وړاندې شوه.
د کتاب ژباړونکی خبریال فردوس کاوش وایي؛ طالبانو نه یوازې خپلې غوښتنې او روایتونه په ساده او زړه راکښونکي بڼه د کلیو خلکو ته وړاندې کړي، بلکې په شعري ژبه، چې عام وګړي یې خوښوي او ترې خوند اخلي اورول شوي هم دي.
د افغانستان د امریکایي مطالعاتو مرکز رییس عمر شریفي ویلي، چې لیکوال په دې کتاب کې بې سانسوره د ناټو او افغان دولت خلاف د طالبانو تبلیغاتي جګړه نقل کړې او د خپلو کړنو د توجیې لپاره یې د افغان حکومت تبلیغات بې ګټې ګڼلي دي.
افغان حکومت د دغې بېوسۍ یو علت د اطلاعاتي کارکوونکیو د وړتیاوو نشتوالی ګڼي.
د ترانسپورت وزارت د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار تواب غورځنګ وایي، چې په حکومت کې د همغږۍ نشتوالي هم د حکومت تبلیغات کمزوري کړي؛ چا طالب ورور ګڼلی او چا د افغانانو دښمن.
حکومت دا څېړنه یو اړخیزه بولي؛ خو منتقدین یې وایي، چې طالبانو پخپلو وړتیاوو د کلیوالي خلکو زړونه ګټلي او د جګړې په ډګر کې د بریالیتوب لپاره د خلکو ذهنونه چمتو کوي.
افغانستان کې یوشمېر نورو افغان څېړونکو هم دطالبانو دتبیلغاتي جګړې مهم اړخ ددې ډلې حماسي ترانې او ځینې نور تقریري او شعري ټولګې بولي چې دافغانستان ډیری وګړی یې دخپلې تګلارې مقلدین جوړ کړي

















