غورځنګ
دا چې له امریکايي اشغال سره سم يوه ډله خلک د مدني فعالانو په نامه په افغاني ټولنه کې فعالیت پيل کړ او تر اوسه هم دغه ډول مدني فعالان دوام لري، دغه ډول خلک د مدني فعاليت تر نامه لاندې د افغاني ټولنې د ضد عناصرو سپوټ کوي او همدا شان د افغاني دودونو او رواجونو سپکاوی کوي، په اسلامي عنعناتو ملنډې وهي.
دغه مدني فعالان چې ځانونه د افغاني ټولنې د حقوقو مدافعين بولي، خو برعکس بیا په هغو پېښو او جنايتونو باندې چې د امریکا، ناټو او د هغوی د غلامانو له لوري تر سره کېږي؛ سترګې پټوي او کوم بريدونه چې د طالبانو له لوري له امریکايانو څخه د عامل ولس د انتقام او غچ په خاطر باندې تر سره کېږي. نو دوی بيا پرې ژوره خواشيني او خفګان کوي او وايي چې ګواکې دغه بريدونه ترهګريز دي.
د مذاکراتو له پيل راهيسې چې امريکايانو او د دوی غلامانو په عام افغان ولس باندې وحشيانه چاپې او عمليات پيل کړي دي او د عام ولس کوچينيان، لويان، ښځينه او مقدس اماکن لکه مساجد، مدارس او نور ځایونه په نښه کوي او په ډېر وحشت سره يې ورانوي. په دغو ټولو بریدونو باندې دغه مدني فعالان غلي وو او له خولې څخه يې سپڼ هم نه يوست. مګر هغه بريد چې طالبان يې په خورا دقت، ځراکت او غور په خپلو دښمنانو (امريکايي ځواکونو او د هغوی پر ګوډاګيانو) تر سره کوي؛ دوی بيا دغه ډول بريدونه چې هېڅ کله هم پکې ملکي تلفات نه وي او نه يې کوي، غندي او ترهګريز بريدونه يې بولي.
دغه خلک چې ځانونه مدني فعالان نوموي او ځانونه د هېواد د وګړو د حقونو تضمین کوونکي بولي. په حقيقت کې د غربيانو او امريکايانو هغه غلامان دي چې د پيسو په بدل کې د کفر او کفارو هر ډول خدمت ته اماده او چمتو دي.
کوم بريد چې امریکايان او د هغوی ګوډاګيان تر سره کوي، زيان یې مطلق عامو افغانانو ته اوړي او يا هم د عامو افغانانو مقدسه اماکن پکې په نښه کېږي، او برعکس د طالبانو په بريدونو کې چې د عام ولس غچ او انتقام دی او ټول عام ولس له طالبانو څخه پر غربيانو او د دوی پر ګوډاګيانو د همدا ډول بریدونو تمه او هيله لري. خو دغه مدني فعالان او غربي ډيموکراټان بيا په ډېره سپين سترګۍ سره د طالبانو حقاني بريدونه او عمليات غندي او د هېواد د وګړو په خلاف يې بولي، خو برعکس د امریکايانو پر وحشيانه چاپو، بريدونو، بمباردونو او نورو وحشتونو باندې يا خو چپه خوله وي او يا هم ورته دلايل تراشي.
ځکه نو دغه مدني فعالان نه، بلکې يوازې غربي او امریکايي غلامان دي، نو ځکه د افغانستان او امریکايي جګړې په اړه يو ډول ناسم او يو اړخيز قضاوت کوي.
















