لورل مېلر: امریکا ته خپلې ګټې مهمې دي، نه د افغان حکومت برخلیک

کابل ټکی کام( شنبه، ۱۵چنګاش، ۱۳۹۸)
په داسې حال کې چې امریکا او طالبان په دوحه کې د افغانستان د اتلس کلنې جګړې په اختتام خبرې سره کوي، د بحران نړیواله ډله وایي چې امریکا ته په دې خبرو کې فقط خپلې ګټې مهمې دي، نه د افغان حکومت برخلیک.
د دې ډلې مشرې لورل مېلر ویلي چې ممکن د سپټمبر میاشتې نه مخکې د امریکا او طالبانو ترمنځ یوه هوکړه لاسلیک شي، دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته د خپل سفر پر مهال هم کړې وه.
لورل مېلر ویلي چې د طالبانو د سولې دا موافقه به له امریکا سره وي، افغان حکومت به هېڅ پکې مطرح نه وي.
د دې په وینا چې د امریکا او طالبانو خبرې جدي پړاو ته رسیدلي او په وینا یې چې په دې خبرو کې په افغانستان کې د راتلونکي حکومت پر څرنګوالي او سرنوشت هېڅ خبرې نه کیږي.
باید وویل شي چې طالبان د افغانستان په داخلي مسائلو کې له امریکا سره خبرو کولو ته تیاری نه ښیي، طالبان وایي چې د حکومت بڼه او جوړښت د افغانانو خپل کار دی او په وینا یې چې له امریکا سره د روانې جګړې په خارجي حل خبرې کوو او بس.



