امریکا: کلیفورنیا ایالت کې زورورې زلزلې مالي او ځاني زیانونه اړولي

کابل ټکی کام (شنبه ، ۱۵ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې ددې هېواد په کلیفورنیا ایالت کې زورې زلزلې تلفات اړولي.
راپور زیاتوي، دا زلزله د اووه اعشاریه یو ریښتر کچې په اندازه ښودل شوې.
د ننۍ زلزلې له امله په ځینې ودانیو کې اورلګېدنه رامنځته شوې، سړکونه یې مات کړي او ګڼې مرګ ژوبلې یې اړولې دي.
د امریکايي چارواکو په خبره، دې زلزلې ډېر تلفات په کریسټ رېج ښار کې رامنځته کړي دي.
چارواکي زیاتوي، د زلزلې له امله ودانیو کې اورلګېدنې ګڼ شمېر کسان ټپیان کړي دي.
له زلزلې ورورسته سمدستي مرستندویه ډلې سیمې ته رسېدلې دي او وایي چې ډېر زیان په شمال لودیځه برخه کې اوښتی دی.
راپورونه وایي ښایي یو شمېر خلک وژل شوي هم وي خو تر اوسه یې په اړه وروستي جزیات نه دي خپاره شوي.



