امریکا: دانرژۍ نړیواله اداره دې دایران اټومي فعالیتونو په اړه غونډه وکړي

کابل ټکی کام (شنبه ، ۱۵ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

امریکا د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې غوښتي چې د ایران د اټومي فعالیتونو په هکله یوه ځانگړې غونډه جوړه کړي ترڅو ددې هېواد اټومي سر غړونې وڅېړي.

دغه غوښتنه د اټومي انرژۍ په نړیواله اداره کې د امریکا نماینده گۍ مطرح کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل، که د بندیزونو د لرې کولو لپاره زیاتې مرستې ونشي، هیواد به یې په لوړه کچه د یورانیمو د غني کولو کار پیل کړي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې تمه ده د ایران په اړه به ځانگړې غونډه راتلونکې اونۍ د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په دې وروستیو کې ویلي، چې ایران د غني شویو یورانیمو زیرمه په اټومي تړون کې د ذکر شوې کچې څخه لوړه کړې ده.

ایراني چارواکو هم اعلان کړی دی چې د غني شویو یورانیمو د زیرمو کچه د ٣٠٠ کیلوگرامو له کچې اوښتې چې دوی ته یې اجازه ورکړل شوې وه.

له دې سره هم مهاله د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ویلي چې ډونالد ټرمپ اوسمهال د ایران د اټومي تړون د پروگرام پورې د اړوندو معافیتونو د لغوه کولو په ارزونه بوخت دی.

ایران بیا دامریکا هغه غوښتې بې فایدې بللي چې دا هېواد یې دخبرو میز ته رابللی وو.
دایران ولسمشر حسن روحاني دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې ویلي، که دخبرو اراده لرئ؟ بندیزونه اخوا کړئ.

مربوطه مطالب

Back to top button