طالبانو په بین الافغاني کنفرانس کې د سلام رحیمي له ګډون سره مخالفت ښودلی

کابل ټکی کام( شنبه، ۱۵چنګاش، ۱۳۹۸)
ټاکل شوې ده چې سبا د جون پر ۸مه د قطر په دوحه کې د دې هیواد او جرمني په کوربتوب یو بین الافغاني کنفرانس جوړ شي او د جون پر ۹مه نېټه به هم دوام وکړي.
دې مجلس ته د ګډون په موخه نن سهار له کابل څخه یو پلاوی له قطره په رالیږل شوې ځانګړې الوتکه کې دې هیواد ته ولاړ.
په دې پلاوی کې د سولې وزیر عبدالسلام رحیمي هم ګډون لري خو ویل کیږي چې طالبان به نوموړی په بین الافغاني کنفرانس کې ونه مني.
طالب سرچینو بي بي سي ته ویلي چې دوی د سلام رحیمي له ګډون سره مخالف ښودلی.
وړاندې تر دې د غونډې تنظیموونکو ویلي وو چې په دې مجلس کې به هر څوک د خپل شخصي نظر سره ګډون کوي او څوک د حکومت استازولي نه شي کولای.
طالبانو هم بار بار ټینګار کړی چې دوی له هر چا سره د یو افغان په حیث خبرو کولو ته تیار دي خو په وینا یې چې د حکومت په نامه له هیچا سره هم خبرو ته نه کیني.



