سرچینې: اووم پړاو مذاکرات پای ته ورسیدل

کابل ټکی کام( شنبه، ۱۵چنګاش، ۱۳۹۸)
په قطر کې ځینو سرچینو ویلي چې د طالبانو او امریکایانو اووم پړاو خبرې پای ته رسیدلې دي.
نن ټکی اسیا خبري اژانس چې وخت ناوخت له قطر څخه د طالبانو او امریکایانو د مذاکراتو په اړه خبرونه ورکوي، هم د اووم پړاو مذاکراتو د پای ته رسیدو خبر ورکړی دی.
نن ټکي اسیا په خپل ټویټر لیکلي چې اووم پړاو مذکرات له ښکاره نتیجې پرته خو په مثبت ډول پای ته ورسیدل.
د طالبانو او امریکایانو اووم پړاو مذاکرات د جون میاشتې پر نهه ویشتمه نېټه پیل شول چې د تیرې پنجشنبې تر ورځې یې دوام وکړ او د جمعې ورځ یې رخصتي اعلان کړه.
که څه هم تمه کیده چې د دې خبرو په پای کې به دواړه لوري یوه ګډه اعلامیه خپره کړي خو د طالبانو غړو وویل چې اعلامیه به خپره نه شي.
د سرچینو په باور چې طالب او امریکایي استازي به نن په خپلو ټویټرونو او له رسنیو سره په خبرو کې د اووم پړاو خبرو په اړه مالومات شریک کړي.
دا په داسې حال کې ده چې سبا په دوحه کې بین الافغاني کنفرانس هم جوړیدونکی دی.



