یوه فلسطيني پر اسرائيلي عسکرو موټر خيژولی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۶)
د فلسطين په حزمای ښار کې يوه فلسطيني ځوان د اسرائيلي عسکرو پر ټولي موټر خيژولی او پنځه تنه يې ټپيان کړي دي.
پيښه پرون ماښام ناوخته د یورشلم شمال کې رامنځته شوې ده.
د سراييلو پوځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې پوځيان يې د سړک په غاړه په عملياتو بوخت و چې د فلسطيني ځوان له خوا پر موټر ووهل شول.
خبرپاڼه کې راغلي، په دغه بريد کې درې عسکر سخت ټپيان دي او دوه تنه نور معمولي ټپيان دي.
د بريد پر مهال فلسطيني بريد کوونکی له سيمې وتښتيد خو وروسته اسراييلي پوځ وويل چې نوموړی بريد کوونکی نيولی دی.
اسرائيلي پوځ وايي، بريد کوونکي په قصدي ډول عسکر پر خپل موټر وهلي دي.
تر دې مخکې هم فلسطيني ځوانانو پر اسرائيلي عسکرو د موټر خيژولو بريدونه کړي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.



