د ایران او فراه چارواکو د سرحدي سوداګرۍ او افغان ناروغانو لپاره د اسانتیاوو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ غویی، ۱۴۰۵ل)

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په هرات کې د ایران جنرال کونسل علیرضا مرحمتي ویلي، تهران او د فراه ولایت چارواکي د سرحدي ستونزو د حل، اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او سرحدي سیمو د اوسېدونکو د خدمتونو د ښه کېدو لپاره ګډ کار کوي.

نوموړي ویلي، دواړه لوري ایران ته د افغان ناروغانو د تګ، درملنې او ویزو اسانتیاوو لپاره پر ګډ پلان هم کار روان کړی او ایراني پلاوو افغانستان ته د کرنې، په ځانګړي ډول د پنبې د کرکېلې او د پانګونې فرصتونو د ارزونې لپاره هم سفرونه کړي دي.

بلخوا، د خراسان جنوبي والي سید محمدرضا هاشمي د فراه ولایت له چارواکو سره په ګډه ناسته کې د سرحدي سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی ویلي، دي چې د تېر کال پر مهال د دواړو لورو ترمنځ څه باندې دوه نیم میلیارده ډالره سوداګریزې راکړې ورکړې ثبت شوې او زیاته کړې یې ده چې د سرحدي سړکونو د پروژو په بشپړېدو سره به د دواړو خواوو سوداګریز توازن د پام وړ پراخ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button