کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۱۶ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
دطالبانو دمذاکراتي ټیم غړی او دسیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین له امریکايي لوري سره تر توافق وروسته افغاني اړخ سره دخبرو پیلولو خبر ورکړی.
د دوحې د شپږ ورځنیو خبرو ګډونوال سهېل شاهین وایي، له امریکا سره پر ټولو مواردو تر هوکړې وروسته چمتو دي چې له افغان لوري سره هم خبرې پیل کړي.
نوموړي زیاته کړې، له امريکا سره یې په تېرو شپږو پړاونو او روان اووم پړاو خبرو کې ډېر پرمختګ کړی دی او ډېر کم موارد شته چې لږ بحث ته اړتیا لري.
هغه ویلي چې په وروستيو خبرو کې پرمختګونه شوي خو د بين الافغاني ناستې لپاره دا خبرې دوه ورځې وځنډول شوې.
سهیل شاهین دغه راز هیله څرګنده کړې چې د سې شنبې په ورځ پيلېدونکو خبرو کې به پر پاتې موضوعاتو هم په برياليتوب سره بحثونه وشي.
طالبان دا مهال دجرمني او قطر په منځګړیتوب دقطر په پلازمینه دوحه کې یوشمېر افغان سیاسیونو سره په خبرو بوخت دي.
دوی وايي، له دې دوه ورځنۍ بین الافغاني ناستې وروسته به دپاتې بحث دتکمیل لپاره له امریکایي ټیم سره یو ځل بیا جرګه شي.


















