کابل ټکی کام( یکشنبه، ۱۶چنګاش، ۱۳۹۸)
د دعوت جهاد ګوند او حراست، ثبات شوری مشر عبدالرب رسول سیاف د زړه د ناڅاپي حملې له کبله وړمه ورځ هندوستان ته لیږدول شوی دی.
ویل کیږي چې د سیاف روغتیایي حالت ښه نه وو چې په همدې خاطر هند ته په بیړني حالت کې ولیږل شو خو اوس یې د روغتیایي حالت په اړه ډاډ ورکړل شوی دی.
د نوموړي زوی حبیب الرحمن سیاف ویلي چې د پلار روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی او په ټکو یې چې درملنه یې په ښه توګه سره روانه ده.
عبدالرب رسول سیاف چې ۷۳ کاله عمر لري، له ډیره وخته د زړه په ناروغۍ اخته دی.
څو ځل مخکې هم نوموړی د زړه د ناڅاپي حملې له وجې په بیړنۍ توګه سره هندوستان ته لیږل شوی دی.
سیاف چې د روسي ښکیلاک په خلاف د مهمو جهادي مشرانو څخه بلل کیږي، دا مهال په پغمان کې اوسیږي او د طالبانو په خلاف د امریکا له راتګ سره همهاله د امریکا او افغان حکومت په پلوۍ څرګندونې کوي.


















