کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۱۶ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دبین الافغاني ناستې په دائرېدا خوشحالي ښودلې او دا یې د روان کړکېچ د اختتام تر ټولو ښه لار بللې.
پومپیو وایي، امریکایان باید خوشحاله اوسي ځکه چې افغانان په خپلو کې خبرو ته سره کېني او په خپل هېواد کې د روان تاوتریخوالي پر پای ته رسولو خبرې اترې کوي.
پومپیو پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له ډېره وخته یې په دوحه کې د یادې ناستې انتظار درلود چې دا دی اوس لوړپوړي دولتي چارواکي، د مدني ټولنو او ښځو استازي او د طالبانو پلاوی خبرو ته سره کېني.
پومپیو وايي، په دوحه کې راټول شوي پلاوي په ګډه هڅه کوي چې په خپل هېواد کې روان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي، اویو داسې نظام رامنځته کړي چې ټولو افغانانو ته دمنلو وي.















