غورځنګ
کله چې امريکايانو له طالبانو سره د مذاکراتو د پيل کېدلو اعلان وکړ نو طالبانو هم ورته هرکلی ووايه تر څو دغه افغان اوږده جګړه او کشاله د خبرو اترو له لارې حل کړل شي، چې په دې ترتيب مذاکرات اوږده شول او ان تر دې چې تقريباً د یوه کال په موده کې اووه پړاوه مذاکرات تر سره شول خو پايلې يې اعلان نه شول بلکې د دواړو لوريو څخه يوازې په دې اکتفاء وشوه چې ګواکې مذاکراتو کې دواړو لوريو پرمختګ کړی دی خو اعلاميه له رسنيو سره شريکه نه شوه بلکې يوازې په مذاکراتو کې د پرمختګ خبرې کېدلې، خو دا دی اووم پړاو مذاکراتو ته لا وخته له سره هر چا خوشبيني او خوښي څرګنده کړې ده او ويلي يې دي چې دغه پړاو مذاکرات هيله بښونکي دي.
دغه شان د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين هم هر وخت د مذاکراتو په اړه وايي چې هيله بښونکي دي او کم وخت پاتې دی تر څو امریکايان او طالبان په دوو مهمو موضوعاتو باندې توافق ته ورسېږي چې هغه دوه مهم موضوعات له افغانستان څخه د ټولو امریکايي پوځيانو وتل او بيا له افغانستان څخه د چا پر ضد نه اقدامات دي.
خو دا چې د اووم پړاو د مذاکراتو په جريان کې بين الافغاني مذاکرات پيل شول او تقريباً ويل شوي چې دغه بين الافغاني مذاکرات به تقريباً دوه ورځې دوام وکړي،
خو دلته به مونږ د هغه څه يادونه وکړو کوم څه چې له دغو بین الافغاني مذاکراتو څخه ګډونکوونکو او ټولو افغانانو ته په لاس ورځي.
له دغو بین الافغاني مذاکراتو څخه خو تر ټولو لويه ګټه دا چې ګډونکوونکي به د طالبانو له راتلونکو برنامو څخه خبر شي چې طالبان د ايئنده لپاره افغانستان ته څه پروګرامونه لري؟
کله چې روسان له افغانستان څخه ووتل نو افغانان په خپلمنځي جګړو کې ښکيل شول او دغه خپل منځي جنګونه افغانانو ته په ډېر قېمت تمام شول، همداشان اوس هم چې امريکايان له افغانستان څخه وځي، نو افغانان او نور خلک اندېښنه لري چې که چېرته امريکايان له افغانستان څخه ووځي نو بيا به په افغانستان کې خپل منځي جنګونه پيل شي، خو طالبان په دغه ډول مذاکراتو کې ګډونکوونکو ته ورفهموي چې هېڅکله به هم داسې پېښ نشي، بلکې دوی سولې امن، او اسلامي نظام قائم کړي.
همداشان په دغه ډول مذاکراتو کې ګډونکوونکي د امريکايانو له هر ډول خباثتونو څخه خبرېږي، چې هغه خباثتونه بلکل په رسنيو کې نه خپرېږي، بلکې د امريکايانو لخوا پرې بنديزونه لګېدلي دي.
دغه رنګ دغه مذاکرات د امريکايانو هغه بهانه ورختموي کومه چې دوی طالبانو ته کوي چې ګواکې طالبان بين الافغاني مذاکرات نه کوي.
او له دغه ډول مذاکراتو څخه نړيوالو ته دا هم څرګندېږي چې افغانان که پرېشودل او نړيوال پرې کار ونه لري نو خپل منځ کې جوړېدلی شي. خو دا کومه جګړه چې روانه ده دا پرې د پرديو لخوا تپل شوې جګړه ده. او دا جګړه په هېڅ صورت د افغانانو جګړه نه ده بلکې د امریکا او اروپا جګړه ده.
همداشان په دغو مذاکراتو سره نړيوالو ته دا فهم هم کېږي چې افغانان د هر څه وړتیا او استعداد لري يعنې د هېواد جوړونې، د رغاونې او هر ډول کارونو وړتياوې لري خو که چېرته پرې څوک کار ونه لري.
او له دغه ډول مذاکراتو څخه دا هم څرګندېږي چې افغانان ازادي غوښتونکي خلک دي او هېڅکله د بل چا غلامي نه مني.
په پای کې بايد ووايو چې دغه ډول بين الافغاني مذاکرات له هره اړخه د افغاني اړخونو په ګټه تمامېږي.















