ولسمشر غني کاپيسا ولایت ته رسېدلی

کابل ټکی کام ۲۶مرغومې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
خبري رسنیو خبر ور کړی دی چې ولسمشر اشرف غني کاپيسا ولایت ته رسېدلی دی، تر څو د دغه ولایت امنیت او د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي وضیعت وڅیړي.
ولسمشر غني په دغه سفر کې د کاپيسا ولایت له چارواکو سره کتلي دي، او له فساد سره د مبارزې په اړه یې ټینګه ژمنه ورسره کړې ده.
د یادولو ده چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني څه موده وړاندې ننګرهار، وردګو ولایتونو ته هم سفرونه کړي وو، او د دغو ولایتونو له ولسونو سره یې پر کړیو ژمنو تر اوسه پورې کوم عمل نه دی کړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button